ایکنا د تسنیم له قوله راپور راکړ،د یمن د لوړې سیاسی شورا مسئول مقام محمد علی الحوثي په جده کط دعربی اتحادئې د مشرانو د اعلامیې په غبرګون کې ووئيل، دغه اعلامیه دیمن په باب هیڅ نوی شی نه لری او ددغه هیواد دبحران حل کولو ته د تیریګرو هیوادونو د ګروهنې دنه درلودلو ښودنه کوي.
د عربی اتحادئې دوه دیرشمې سرمشریزې چې د جمعې په ورځې د عربستان په جدې کې ترسره شوه ، دیوې اعلامیې په صادرولو سره خپل کار پای ته ورسوۀ.
، د محمد علی الحوثي پخپلې اعلامیې کې ووئيل ، د عربی اتحادئې د مشرانو اعلامیې واقعیّت نه دي روښانه کړی او دعربی امت رهبری نه تائيدوي.
الحوثي زیاته کړه ، که یو حقیقت پال اقدام ترسره کیدلی ، نو دعربانو سرمشریزه به ،د عربی اتحادئې د غړو هیوادونو په وسیله له وسلوالو ډلوټپلو څخه د ملاتړ د بودجو د ځنډولو، له فلسطینیو مبارزو لورو سره ددرستو ملاتړو نو د ترسره کیدا او له هر هغه غړی هیواد سره چې دغه فیصله اجرا نه کړي، د ټولو اقتصادي فعالیتونو او شتمنیو او دټولو مراوداتو دتړل کیدا پشمول د لازمو مادو او صادرو شوو مادو باندې مشتملې موافقې سره لازم الاجر کیدله. د یمن د لوړې سیاسی شورا غړي دیمن په باب د عربی اتحادئې د مشرانو په اعلامیې کې مطرح شوي موردونه هم منسوخ ورَستۀ شوي وبلل او وې وئيل،دا د بحران حل کولو ته دعربستان او تیریګرو هیوادونو د نه ګروهمنیدا ښودنه کوي او دا چې دوی سوله نه غواړي.